ج. کوریا: د لوېدلې الوتکې ټوله عمله روغه ده

د سویلي کوریا د هوايي شرکت د هغې الوتکې نژدې ټوله سورلۍ او عمله ژغورل شوي چې د سانفرانسسکو په هوايي ډګر کې نسکوره شوه.

عیني شاهدان وايي دا بوینګ ۷۷۷ ډوله الوتکه چې له درې سوه زیاتې سورلۍ یې لیږدولې، یو ناڅاپه له ځغاست لیکې بې لارې شوه او لکۍ یې ماته شوه.

سورلۍ د الوتکې د دروازو او ښویینده بیړنیو لارو په کارولو ځانونه له الوتکې وویستل.

الوتکه وروسته له هغه د اور په لمبو کې وسوځېده چې سورولۍ ورڅخه ووتله. په دې پېښه د دوه تنو وژل کېدل کره شوي دي او یو سل او اتیا تنه روغتون ته لیږدول شوي چې اکثره یې سرسري ټپیان دي.

لږ تر لږه د لسو ټپیانو روغتیايی حالت د اندیښنې وړ ښودل شوی دی.