هرات کې ترافیکي پېښو کې د وژل شوو کچه ٪۵۰ ټيټه شوې

د ترافیکو چارواکي په لوېدیځ ولایت هرات کي د تېر کال په پرتله د ترافیکي پېښو له کبله خلکو ته د اوښتو تلفاتو کچه سږ کال شاوخوا ۵۰ سلنه راټیټه شوې ده.

چارواکي وایي، اتیا سلنه ترافیکي پېښې په یو ډول د بې شمېره ریکشا ډوله وسایطو له خوا رامنځ ته کېږي.

ځایي چارواکي وایي دوی د دې ډول وسایطو شاوخوا اته زره چلوونکو ته ترافیکي قواعد ورزده کړي دي.