په بېلابېلو جرمونو تورن 'ژباړن' نیول شوی

د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي، چې د زکریا کندهاري په نامه د کندهار یو وګړی، چې د امریکا له ځانګړو ځواکونو سره ژباړن و، د ېلابېلو جرمونو په تور نیول شوی.

ملي امنیت وايي، د عبدالکریم زوند زکریا کندهاری یې د میدان وردګو ولایت نرخ ولسوالۍ کې له ځینو جعلي اسنادو سره نیولی.

د ملي امنیت له لوري خپره شوې ویناپاڼه کې ویل شوي، چې له کندهاري سره په دې ځانګړو عملیاتو کې درې تومانچې، یو لپ ټاپ کمپیوټر، دوې جعلي تذکرې او یو موټر هم نیول شوي.

د تېرې دوشنبې په ورځ د کندهار سیمه ییزو چارواکو هم د کندهاري نیول تایید کړي وو.