غزني کې 'چاودنې' یوه زده کوونکې وژلې

په غزني ولایت کې د کابل –کندهار لویه لار د سړک غاړې بم چاودنې د ښوونځي یوه زده کوونکې وژلې او یوه بله او یو ماشوم یې ټپیان کړي دي.

د غزني والي موسی خان اکبرزاده بي بي سي ته وویل، پېښه نن غرمه مهال د روضې ښوونځي مخې ته هغه مهال وشوه، چې پر سړک د عامه نظم پولیسو یو موټر تېر شو.

نوموړی وايي، چاودېدونکي توکي یوه دیګ بخار کې ځای پرځای شوي وو.

والي دا هم وايي، چې دغه ماشومه د ماین پارچو وژلې او دوه نور یې ټپیان کړي.

خو د سیمې اوسېدونکي وايي، چې تر چاودنې وروسته د عامه نظم پولیسو ډزې وکړې، چې په پایله کې یې یوه زده کوونکې ووژل شوه او دوه نور زده کوونکي ټپیان شول.