حمص کې حکومت پر یاغیانو بمبار کړی

حکومتي ځواکونو د حمص په مرکزي ښارګوټي کې د ياغيانو پر سنګرونو نور هوايي بريدونه او د توپونو ډزې کړي دي.

په لندن کې سوري فعالين وايي ډېری ملکيان د طبي وسايلو او درملو د کمښت له امله مري.

حکومتي ځواکونه چې د لبنان د حزب الله اسلامپالې ډله يې ملاتړ کوي د حمص ډېرې برخې بېرته نيولي او پر هغو سيمو يې له تېرو يوولس ورځو راهيسې يرغل دوام لري چې د ښار په مرکز کې له ياغيانو سره دي.

د جګړو ډیری سيمې وېجاړې شوي دي.