په اتراکهنډ ایالت کې د ژغورنې چارې له خنډوځنډ سره مخ دي

د هندوستان په شمالي ایالت اتراکهنډ چې په دې وروستیو کې سیلابونو سخت وځاپه نورو بارانونو او د ځمکې ښویدنې پیښو دغلته د ژغورنې چارې له خنډوځنډ سره مخامخ کړي دي.

د یوې خیره ادارې یوه کارکوونکی ویلي همدا نن (پنجشنبه) هم د یوې کورنې اوه تنه غړي هغه مهال ووژل شول چې د کوټې چت پرې پروت.

د خیره ادارې دغه کارکوونکي ویلي چې ټول کلی د خټو او کاڼو لاندې شوی او د سیند په بېلا بېلو برخو کې مړي د اوبو پر سر لېدل کېږي.

چارواکي وايي په دغه ایالت کې د سیلابونو له امله لږ ترلږه ۱۰۰۰ کسان وژل شوي او ۴۵۰۰ زره نور تراوسه هم ورک دي.