د مرسي پلویان او مخالفان بیا لاریونونه کوي

د مصر د لیرې کړای شوي ولسمشر محمد مرسي پلویانو او مخالفینو نن په داسې حال کې د لاریونونو غږ کړی، چې په دغه هېواد کې لا هم د پوځ له لوري د اسلامپالي مشر تر لیرې کېدو وروسته شخړې روانې دي.

اخوان المسلمین ژمنه کړې، تر هغو به خپلو اعتراضونو ته دوام ورکوي چې خپل مشر یې بېرته واک ته رسولی نه وي.

دوی نن (جمعه) په قاهره کې بېلابېل لاریونونه تنظیم کړي.

د مرسي مخالفینو هم پر خپلو متحدینو غږ کړی چې نن لارو کوڅو او هم په تحریر څلورلارې کې پراخ لاریون ته راووځي.

د ښاغلي مرسي تر راپرځېدو وروسته د شخړو په ترځ کې لږ ترلږه ۵۱ کسان وژل شوي.

تېره شپه اسلامپالو د اسراییلو پولې ته نژدې په سیناء کې یو پولیس په ډزو وواژه.