د الوتکې لوېدو پېښې دریم قرباني هم ومړ

په سان فرانسسکو کې داسيانا هوايي شرکت د الوتکې د لوېدو په پېښه کې دريم کس هم د ور اووښتو ټپونو له امله مړ شوی دی.

دا يوه چينايي نجلۍ ده او په دې اړه نور ډېر جزييات نه دي ډاګيزه شوي.

د الوتکې د غورځېدو له پېښې وروسته شپږ ټپيان روغتون ته استول شوي چې اوس هم تر درملنې لاندې دي.

دا لا روښانه، نه ده چې دغه پيغلوټه له وړاندې مړه وه او موټر پرې ختلی دی.

د امريکا د ترانسپورت چارواکي وايي وړاندې له دې چې الوتکه ولوېږي ښکته او ډېره تېزه نه وه.