م.م سودان کې د سوله ساتو ځواکونو وژل غندلي

د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کې مون د سوډان په دارفور سیمه کې پر نړیوالو ځواکونو برید په سختو ټکو کې غندلی دی.

په دغه برید کې اووه تنزانیايي سوله ساتي ځواکونه وژل شوي دي.

ښاغلی بان په افریقا د ملګرو ملتونو پر ماموریت برید ظالمانه بللی او د سوډان پر حکومت یې غږ کړی چې عدالت ته د دغو بریدګرو د سپارلو په موخه بیړني ګامونه پورته کړي.

تر دې وړاندې په افریقا کې د ملګرو ملتونو د ماموریت ویاند کریس سیسمانیک بي بي سي ته ویلي وو، چې د وسله والو یوې لوې ډلې دارفور ته نژدې په سوله ساتو ځواکونو برید کړی:

''زموږ ګزمه له یوې پوځې اډې نه د بلې په لور روانه وه، د دواړو اډو ترمنځ واټن اویا کیلومتره دی. په نیمه لاره کې پر ګزمې برید وشو. موږ نه پوهیږو چې برید کوونکي څوک وو؟ خو پر ګزمې برید د یوې لویې وسله والې ډلې له خوا وشو''.