د بريتانيا لومړي وزير د برما روهينجا مسلمانانو په اړه اندېښنه ښوولې

د بريتانيا لومړي وزير ډېوېد کمرون په لندن کې د برما له ولسمشر تېن سېن سره خبرو پر مهال د دغه هېواد روهينجا مسلمانو لږکيو د کړاو په اړه اندېښنه ښوولې ده.

ښاغلي کمرون هيله څرګنده کړه چې بريتانيا او برما چې په ميانمار هم پېژندل کېږي، په سوداګرۍ، پانګونې او پوځې تړاونو کې همکاري زياته کړي.

خو ده وويل بريتانيا دې ته هم لېواله ده چې د بشري حقونو برخه کې لا ډېر عمل وګوري.

لندن او پاريس ته د برما ولسمشر سفر ته د ده د وروستيو هلو ځلو په توګه کتل کېږي چې د خپلو اصلاحاتو لپاره نړيوال ملاتړ په کې راخپل کړي.

د بښنې نړيوالې ټولنې ښاغلی کمرون هڅولی چې د روهيجا مسلمانو لږکيو پر وړاندې د تاوتريخوالي مسئله راپورته کړي.