قطر له جرمني ۱۱۸ لیوپارډ ټانکونه اخلي

قطر ویلي، له جرمني یې د ۱۱۸ لیوپارډ ټانکونو د اخیستو هوډ کړی.

د جرمني (بیلډ آم سونتاغ) ورځپاڼې د قطري چاراکو له قوله ویلي، چې دغه ټانکونه به تر راتلونکو څو کلونو پورې د قطر پوځ ته ورکړل شي.

د جرمني پوځ لیوپارډ ټانکونه کاروي.

ورځپاڼې دا هم ویلي چې د دغو ټانکونو د جوړولو چارې د کراوس ماوای او یګمان وریانمیټال شرکتونه پرغاړه دي.

له دغو شرکتونو یوه ویلي وو، چې دغه ټانکونه به د قطر د فرانسوي او سوېلي افریقا د اوسنیو ټانکونو ځای ونیسي.