پاناما وايي د شمالي کوريا بېړۍ پلټنه به ورځې وخت ونيسي

د پاناما امنيت وزير خوسې راول مولينو بي بي سي ته ويلي د شمالي کوريا يوې بېړۍ پلټنه به ورځې وخت نيسي، چې شک کېږي د پاناما کانال له لارې يې د توغنديو قاچاق کاوه.

ده وويل د شمالي کوريا عملې له هغه راهيسې چې دغه بېړۍ نيول شوې، يوه اوونۍ کې د کارګو لېفټونه زيانمن کړي دي.

نو د بورې زرګونه بوجۍ چې شکمن کانتينرونه يې پوښلي بايد په لاسونو لرې شي.

ده هغه څه هم لرې ونه بلل چې دننه يې نورې ناببره پرمختياوې وبللې.

دغه بېړۍ چې چونګ چون ګانګ نومېږي له کيوبا خوځېدلې وه.

د راپورنو له مخې د بېړۍ کېپټان له هغه راهيسې چې درول شوې، دوه ځله د ځان وژنې هڅه کړې ده.