ننګرهار کې چاودنې مرګ ژوبله اړولې

د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې ځای پرځای شویو چاودیدونکو موادو پنځو تنو ته مرګ ژوبله اړولې. د ننګرهار د امنیې قومندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقيوال وایې پېښه په جلاال اباد کې د بهسودو له پله سره نژدې شوې چې دوه امنیتي کارکوونکي په کې وژل شوي او درې ملکي وګړي ټپیان دي. خو د ننګرهار د والي ویاند بیا د پېښي قربانیان ټول ملکیان بولي. چاودېدونکي مواد په یوه بایسکل کې ځای پرځای شوي وو.