کرسمس ټاپو ته څېرمه د پنا غوښتونکو کښتۍ اوښتې

د اسټرالیا کرسمس ټاپو ته څېرمه د ښکمنو پنا غوښتونکو یو کښتۍ اوښتې، چې په کې د څلورو کسان مړینه تایید شوې ده.

زرګونه پناه غوښتونکي هر کال هڅه کوي، چې د کښتیو له لارې اسټرالیا ته ځان ورسوي.

د ځايي سرحدي ځواکونو په وینا د سمندري ځواکونو دوو کښتیو ۱۴۴ کسان د سې شنبې په ورځ د کښتۍ له غرقېدو وروسته له ډوبېدو ژغورلي دي.

د بحري ځواکونو کښتیو دغه کښتۍ په کرسمس ټاپو کې یوه توقیف ځای ته بدرقه کوله، چې په ځپاند بحر کې واوښته.

ډېر پناه غوښتونکي هڅه کوي، چې دغه ټاپو ته ځان ورسوي او وروسته له دغه ځایه اسټرالیا ته ننوځي.

کرسمس ټاپو د اسټرالیا له مرکزي برخې ۲۵۷۵ کلیو متره لرې اندونیزیا ته د دغه هېواد تر ټولو نژدې برخه ده، چې د بدرقچیانو او پناه غوښتونکو د تګ راتګ لپاره مهم ځای بلل کېږي.