هند کې زهرجنو خوړو ۲۰ زده کوونکي وژلي

د هندوستان په ختیځ بهار ایالت کې لږ تر لږه ۲۰ زده کوونکي هغه مهال ووژل شول، چې یوه ښوونځي کې یې زهرجن خواړه وخوړل. دغه پېښه کې لسګونه نور زده کوونکي مسموم شوي دي. پېښه د سارن سیمې د مراخ کلي په یوه دولتي ښوونځ کې رامنځ ته شوه. د پېښې په باب څېړنه پیل شوې او د هر وژل شوي زده کوونکي کورنۍ ته د جبران په توګه د ۲۰۰ زره هندي کالدارو ( ۳۳۷۰ ډالره) ورکړې وړاندیز شوی.