امریکا: پر ملګرو ملتونو سختې نیوکې شوې

په ملگروملتونو کې د امريکا استازیتوب ته د ولسمشراوباما نوماندې په سوريه کې د تاوتريخوالي په مخنيوي کې د پاتې راتلو له کبله پرملگرو ملتونو سختې نيوکې کړي دي.

سامنتا پاير دامريکا کانگرس ته د وينا پرمهال دغه نيوکې وکړي.

د بشري حقونو دې وتلي فعالې اوليکوالې تېرو څلورو کلونو کې په بېلابېلو برخو کې د ولسمشر د سلاکارې په توگه دنده ترسره کړې ده.

که کانگرس يې په ملگروملتونو کې د امريکا د سفيرې په توگه تاييد کړي نو د مېرمن سوسن رايس ځاى به نيسي چې له لا وړاندې يې دولسمشر د ملي امنيت د سلاکارې په توگه خپله نوې دنده پيل کړې ده.