افغانستان کې تر ۱۴۴ زرو ډېرې کونډې دي

نن افغانستان کې د بې سرپرسته ښځو لپاره د شرعي محرم نشتوالی پر یوه سرخوږي بدل شوی دی. کونډې ښځې نه شي کولی چې له سړي پرته په ارامۍ سره د سر پټولو ځای په اجاره یا کرایه ونیسي.

که څه هم دغه ستونزه د افغان چارواکو لپاره یوه نوې موضوع ده، خو دوی وايي، چې هېڅ د لارښوونې دفتر حق نه لري، له هغو ښځو سره ناوړه چلند وکړي، چې د افغانستان تذکرې ولري.

دا مهال تر ۱۴۴ زرو ډېرې کونډې افغانستان کې اوسېږي، چې له ډېرو کړاوونو سره مخامخې دي.