هراتيانو د ايران قونسلګرۍ ته اعتراضه غونډه کړې

د هرات سلګونو ښاریانو نن د ایران قنسولګرۍ پر وړاندې اعتراضي غونډه وکړه.

دوی ادعا کوله چې ایران له هر یوه څخه ۳۰۰ یورو له ایرانه د بیرته راستنیدو د ضمانت په توګه اخيستي او اوس یی بیرته نه ورکوي.

دغو قهریدلو وګړو غوښتل په لاریون لاس پورې کړي، خو پولیس سیمې ته ورسیدل او غونډه په سوله ییزه توګه ترسره شوه.

د ایران قنسولګرۍ تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښوولی.