اسراييل محدود شمېر فلسطينيان خوشې کوي

د اسرایلو حکومت وايي، په یو محدود شمېر کې د فلسطیني بندیانو د راخوشې کولو پلان لري.

دغه اعلان د دغه هېواد د نړیوالو اړیکو وزیر یووال ستینیځ لخوا شوی دی.

ښاغلي ستینځ ویلي، په دغو بندیانو کې ځینې له دېرشو کالو راهیسې په بند کې دي، خو کره شمېرې یې ور نه کړې.

دغه اعلان یوه ورځ وروسته له هغې شوی، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري وویل، له تېرو دریو کالو راهیسې به د لومړي ځل لپاره د اسرایلو او فلسطینیانو تر منځ مخامخ خبرې په نږدې ورځو کې یو ځل بیا پیل شي.