"ښځې پرته له محرمه له سودا اخيستو منعه شوي"

په شمال لوېدیځ پاکستان کې اسلامي عالمانو او قومي مشرانو پرېکړه کړې، چې مېرمنې باید د نارینه خپلوان له ملتیا پرته په بازارونو کې له سودا اخېستو منع شي.

په خیبر پښتونخوا ایالت کې یوه مذهبي مشر ویلي، هغه ښځې چې په ځانګړې توګه د روژې په میاشت کې په بازار کې یوازې ګرځي، فحشا خپروي.

سیمه ییز راپورونه وايي، ملایانو له پولیسو غوښتي، چې دغه بندیز عملي کړي خو هغوی له دې کاره انکار کړی دی. ملایانو همدراز له دوکاندارانو غوښتي، چې پرته له محرمه په ورتلونکو ښځو باندې سودا و نه پلوري.