د مصر په اساسي قانون کې بدلون راځي

نن به د مصر د لنډ مهالي حکومت له خوا د قانون پوهانو ټاکل شوې ډله سره وګوري او د دغه هېواد د اساسي قانون د اصلاح لپاره به خپل کار پیل کړي.

دغه ډله ۳۰ ورځې وخت لري چې په قانون کې د اصلاحاتو مسوده برابره کړي چې د راتلونکو ولسمشریزو او پارلماني ټاکنو لپاره لار هواره کړي.

مخکنی اساسي قانون د رواني میلادي میاشتې په سر کې د پوځ له خوا د ولسمشر مرسي تر لېرې کېدو وروسته وځنډول شو.

هغه اساسي قانون تر ډېره د ولسمشر مرسي د اسلامپالې ډلې اخوان المسلیمن له خوا جوړ شوی وو.

د نوي اساسي قانون په اړه باید په څلورو میاشتو کې ټولپوښتنه هم تر سره شي.