کندهار کې چاودنې پنځه ولسي وګړي وژلي

د کندهار مطبوعاتي دفتر وايي، ارغنداو ولسوالۍ کې د ماین چاودنې لږترلږه دوه ولسي وګړي وژلي او څلور نور یې ټپیان کړي دي.

ماین تېر ماښام پر یوه سراچه ډوله موټر چاودلی دی.

پېښه د ارغنداو ولسوالۍ جوی لاهور سیمه کې شوې.

که څه هم تر اوسه د چاودنې مسؤولیت چا نه دی منلی، خو د کندهار مطبوعاتي دفتر یې پړه پر وسله والو طالبانو اچولې ده.

بل خوا د همدې ولایت پنجوايي ولسوالۍ کې د ملکي خلکو یو موټر سایکل تېر ماښام پر ماین ختلی، چې لږترلږه درې ولسي وګړي په کې وژل شوي.

وژل شوي درې واړه د یوې کورنۍ غړي (پلار او دوه زامن) دي.