د چين لويديځ کې زلزلې ۴۷ کسه وژلي دي

د چین لویدیځ ولایت ګانسو زلزلې ځپلی او د دینګسي په نوم ښار یوه پراخه سیمه یې ویجاړه کړې ده.

چارواکي وایي تر اوسه لږترلږه ۴۷ کسه په دې پیښه کې وژل شوي او ۳۰۰ نور ټپیان دي.

زلزله سهار وختي شوې او اور وژونکي او د ژغورني ډلې له وړاندې سیمې ته رسیدلې دي.

په دې پیښه کې اوه ښارګوټي اغیزمن شوي، خو ډیری سیمې یې لیرې پرتې دي.

د زلزلې زور د رېکتر په کچه پنځه اعشاریه نهه درجې ښودل شوې دی.

یوه سیمه يیز خبریال ویلي د یوه ښار نژدې شل سلنه ودانۍ ړنګې شوې دي.