د غزني ۴ سیمه ییز پولیس طالبانو ته اوښتي

د غزني واغظ ولسوال عبدالعظیم فاروقي وايي، د دې ولسوالۍ څلور سیمه ییز پولیس هغه مهال له وسله والو طالبانو سره یوځای شول، چې دوی له غزني ښاره دې ولسوالۍ ته روان و.

نوموړی وايي، چې ګاډی یې د څو ساعتونو لپاره تری تم و.

فاروقي زیاتوي، چې دغه کسان د سیمه ییزو پولیسو له یوه قومندان میر اغا سره یوځای طالبانو ته اوښتي دي.

دی وايي، چې میر اغا مخکې هم له طالبانو سره و، چې دا ځل یې یو رنجر موټر او وسلې هم وړې دي.

بل خوا، د ذبیح الله مجاهد وايي، څلور سیمه ییز پولیس له یوه رنجر موټر او اووه میله وسلو سره دوی ته ور اوښتي دي.

مجاهد زیاتوي، میر اغا د واغظ د سیمه ییزو پولیسو قومندان دی.

د طالبانو دغه ویاند زیاتوي، چې میر اغا نه غوښتل، چې د طالبانو پرضد وجنګېږي.