حزب الله د اروپايي ټولنې پرېکړه رد کړې

د لبنان حزب الله ګوند د یوې قهرجنې اعلامیې په خپرولو سره د اروپايي ټولنې تصمیم رد کړی چې پرون یې ددغه ګوند پوځي ځانګه د ترهګرو ډلو په لست کې راوسته.

حزب الله دا ګام له دښمنۍ ډک غیر عادلانه بلل دی او وايي اروپاییان د امریکا او اسراییلو فشار ته تسلمی شوي دي.

وړاندې تر دې د سپینې ماڼۍ ویاند ویلي وو، د اروپايي ټولنې دا ګام څرګندوي چې حزب الله نه شي کولای آزادنه عمل ترسره کړي.

وړاندې تر دې اروپا په تور لست کې د حزب الله د راوستو په برخه کې د امریکا او د اسراییلو ددې د هڅو په وړاندې مقاومت کړی وو او اندېښنه یې ښوولې وه چې ښايي دا ګام د لبنان حکومت چې حزب الله یې یوه برخه ده بې ثباته کړي.