له عراقي زندانونو د القاعدې غړو د تېښتې وېره

په عراق کې چارواکي وايي داسې ویره شته چې له بغداد سره نژدې پر دوو زندانونو د همهاله برید په پایله کې د القاعدې څو لوړپوړي بندیان تښتېدلي وي.

یوهّ چارواکي ویلي د ابوغریب له زندانه شاوخوا پنځه سوه بندیان تښتېدلي دي، خو حکومت دا شمېرې نه دي تایید کړي.

برید کوونکو د موټر بم په وسیلې د زندان دروازې والوزولې او وروسته ځانمرګي برید کوونکي او وسله وال کسان زندان ته ننوتل.

د عراق د عدلیې وزرات وايي د تاجي پر زندان ورته برید کې برید کوونکو د هاوان شاوخوا سل ډزې کړي خو ساتونکو د زندانیانو د تښتېدو مخه نیولې ده.

په هغه برید کې نهه ویشت تنه وژل شوي دي.

د عراق د عدلیې وزیر وسام الفراجي وايي اوس د دواړو زندانونو ولکه د دوی په لاس کې ده.

برید د ساتونکو، د عدلیې وزرات د بېړنیو ځواکونو او نورو امنیتي ځواکنو له خوا چې د زندان د ساتلو مسؤلیت لري په شا وتمبول شو، له ترهګرو سره تر سختې جګړې وروسته امنیتي ځواکونه وتوانېدل چې هغوی ته ماتې ورکړي، بندیان اوس تر کنترول لاندې دي.