امريکا مصر ته د څلورو اېف ۱۶ جنګي الوتکو سپارنه ځنډولې

د امريکا ولسمشر باراک اوباما مصر ته د څلورو اېف۱۶ جنګي الوتکو سپارل درې اوونۍ وروسته له هغه ځنډولي چې محمد مرسي د دغه هېواد له ولسمشرۍ لرې کړی شو.

د پېنټاګون يو وياند جورج لېټل وويل مصر کې روان حالت ته په کتو به دا مناسبه نه وي چې د سپارنې چاره پر مخ لاړه شي.

ټاکل شوې وه دغه جېټ الووتکې مصر ته په راتلونکي اګست کې ورسېږي.

دغه اېف۱۶ الوتکې د وسلو يوه پراخ تړون برخه وې، چې ۲۰ الوتکې په کې مصر ته استول کېدې، چې ۸ يې له وړاندې استول شوې دي.

خو ښاغلي لېټل وويل له مصريانو سره ګډ نړيوال تمرينونه به ترسره کېږي.

ده وويل امريکا له مصر سره خپلو دفاعي اړيکو ته ژمنه ده، ځکه چې دغه هېواد د سيمه ييزې ارامۍ د يو تير په توګه بلل کېږي.