هند: په تېرو ۷ کلونو کې بېوزلي کمه شوې

د هند د حکومت لخوا نوې خپرې شوې شمېرنې ښيي، چې په دغه هېواد کې په تېرو اوو کلونو کې په بېوزلۍ کې چټک کموالی راغلی دی.

دغه شمېرې ښيي، چې د هغو هندیانو شمېر چې بېوزلي بلل شوي، دوه ویشت سلنې ته راښکته شوې دي.

اقتصادي وده او ټولنیز لګښت د دغه بدلون لامل بلل شوی دی.

خو نیوکه کوونکي وايي، هندی حکومت د بېوزلۍ یو غیر حقیقي تعریف کاروي او هغه خلک بې وزلي نه بولي، چې په ښاري سیمو کې په ورځني ډول تر ۵۵ پولو ډېرو پیسو باندې ژوند کوي.

د نړیوال بانک د اټکلونو له مخې، کابو اویا سلنه هندیان د ورځې تر دوو ډالرو کمو پیسو باندې ژوند کوي.