امریکا ۳ برتانویان په جعلکارۍ ۴۳ کاله بنديان کړل

درې برتانوي سړي په امریکا کې د هغې قضیې په تړاو په ټوله کې په دري څلوېښت کاله بند محکوم شوي، چې د برتانیې د پانګونې اړوند سترو جعلکاریو کې یوه ګڼل کېږي.

دغو سړو جعلي امریکايي شرکتونه جوړ کړي وو او د تودوونکو خونو په نامه یوه شبکه یې چلوله.

دغو کسانو سلګونه کارګر پر دندو ګومارلي وو، چې برتانوي پانګوال وهڅوي او بې ارزښته اسهام وپېري.

دوی تر یو سل او شل میلیونو ډالرو ډېرې پیسې راټولې کړې او امریکايي بانک حسابونو ته یې استولي چې هلته یې پرې د لوړې سویې ژوند کاوه.

د دغې جعلسازۍ ډېرو قربانیانو خپل کورونه او شتمنۍ له لاسه ورکړې دي. یوه قرباني د سلګونه زره ډالرو له بایللو وروسته ځان وژنه وکړه.