د ماداګاسکر ولسمشریزه نومانده نیول شوې

په ماداګاسکر کې د ځنډول شویو ټاکنو یوه ولسمشریزه نومانده نیول شوې ده.

لازا رضافیاریسن وروسته له هغې د پولیسو لخوا له اوو نورو کسانو سره یو ځای ونیول شوه، چې په پلازمېنه کې یې د ټاکنو د ژر تر سره کولو لپاره یوې مظاهرې کې یې برخه واخېسته.

پولیسو د اوښلن ګاز په کارولو مظاهره خپره کړه.

دغه ټاکنې د هغو ناندریو له کبله ځنډول شوې، چې د پخواني ولسمشر مارک راوالنومانانا او هغه سړی چې دی یې له واکه غورځولی و د نوماندۍ مشروعیت لري که نه.