چین بو شیلای فساد تورن کړی

یوې چینایي محکمې ددغه هېواد یو سیاستوال بو شیلای په بډو اخیستو، له دندې په ناوړه ګټه اخيستنې او فساد تورن کړی دی.

دا پرېکړه د څارنوالانو له لوري په ختیځ ښار جینان کې شوې.

بو شیلای چې یو پخوانی کمونیست مشر دی، یو وخت په دغه ګوند کې یوه پرمخ تلونکې سټه او د هېواد یو ډېر بانفوذه کس بلل کېده.

د ښاغلي بو مېرمن له وړاندې د پیسو د قضیې په تړاو د نیل هایووډ په نوم یوه سوداګر په وژنه محکومه وه.