د ایف کینیډي لور جاپان کې سفیره شوه

د امریکا ولسمشر بارک اوباما ددغه هېواد د پخواني ولسمشر جان اف کینیډي لور کارولین کینیډي په جاپان کې د امریکا د سفیرې په توګه ونوموله.

که چېرې دغه نوماندي د مشرانو مجلس له خوا ومنل شي، نو دا به ددې ډول دندې لپاره لومړنۍ ښځینه ماموره وي.

مېرمن کینیډي چې د قانون پوهنې درس وایي، په ۲۰۰۸ او ۲۰۱۲ کلونو کې د ولسمشر اوباما د انتخاباتي کمپاین یوه عمده پلوۍ وه.

جاپان د امریکا یو تر ټولو مهم سوداګریز متحد دی او په دغه هېواد کې د امریکا پخواني سفیران لوړ پوړي سیاسي څېرې وې چې په هغوی کې یو پخوانی مرستیال ولسمشر هم شامل وو.