پاړا چنار کې ۲ چاودنو لسګونه کسه وژلي

د پاکستان د قبايلي سيمې پاړا چنار روغتون چارواکي وايي چې د جمعې په ورځ په مرکزي بازار کې د دوو بمي چاودنو په پايله کې د وژل شويو کسانو شمېر ۵۰ ته رسېدلی دی.

په دغو بريدونو کې له ۲۰۰ نور زيات ټپيان دي.

بل خوا د وحدت المسلمين ډلې د دغو چاودنو او وژنو پر ضد نن په ټول هېواد کې کار بنديز اعلان کړی دی.

د پاکستان د حکومتي رسنيو د راپور پر بنسټ دغه چاودنې د جمعې په ماښام له روژه ماتي لږ څه وړاندې شوې دي.

د پاکستان د حکومتي تلويزيونن د راپور له مخې لومړۍ چاودنه د پاړا چنار په مرکزي بازار کې او دويمه له لومړۍ چاودنې سره نژدې د سکول روډ په سيمه کې شوې ده.