سوري مخالفين: اسد ته وسلې مه ورکوﺉ

د سوریې د اورپکو مشر د نړیوال ملاتړ د لا ډیریدو لپاره د یوې هڅي په توګه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا سره په لومړي ځل لیدلي دي.

د مخالفینو د ایتلاف نوي مشر احمد جربا ویلي دوی لا نورو دیپلوماتیکو فشارونو ته اړتیا لري چې ولسمشر بشار الاسد سیاسي انتقال ته اړباسي.

نوموړي په لیدنه کې مخامخ له روسیې څخه وغوښتل چې د ښاغلي اسد ځواکونو ته د وسلو ورکول ودروي.

په ملګرو ملتونو کې د بریتانیا سفیر سر مارک لیال ګرانت بی بی سی ته ویلي هیله لري چې دا لیدنه به په ملګرو ملتونو کې د روسیې او چین د استازو اندیښنو ته ځواب ووايي.