کمبودیا کې ولسمشر ټاکي

د کمبودیا وګړي په هغو انتخاباتو کې خپلې رایې کاروي چې تمه ده د لومړي وزیر هون سین واک لا نور هم ډیر کړي.

نوموړی له تېرو اته ویشتو کلونو راهیسې واکمن دی.

مخالفین دا رایو پایلې بې مانا ګڼي ځکه ددوی مشر سام رین سای له ټاکنو محروم شوی دی.

ښاغلی رین سای دوې اونۍ د مخه د جنایي جرمونو له محکومیته تر بښل کېدو وروسته راغلی.

خو دی دغه محکومت دده په وړاندې یوه سیاسي دسیسه بولي.

دی ټاکنو ته له درېدو ځکه منع شوی وو چې چارواکو ویلي د ټاکنو د نوماندانوپه لست کې د هغه د شاملېدو لپاره ناوخته شوی وو.