د دارفور توکمیزو شخړو ۵۲ کسان وژلي

د سودان په دارفور کې قبایلي مشرانو ویلي چې په تېرو دوو ورځو کې د فرقه یې شخړو له امله دغلته لږ تر لږه دوه پنځوس تنه وژل شوي.

د چاد پولي ته نژدې د میسیریا او سلامت په نوم دوو ډلو تر منځ دا شخړې شاوخوا یوه میاشت د مخه وروسته له هغه پیل شوې چې دوی په خپلو کې د سولې تړون هم لاسلیک کړی وو.

په سیمه کې د ملګرو ملتونو یو مامور وایي د روان کال په ترڅ کې قومي شخړو شاوخوا درې سوه زره کسان بېځایه کېدو ته اړایستي دي.

تر ډېره دغه شخړې پر ځمکې، اوبو او نورو بېلابېلو حقونو کېږي، خو د حکومت امنیتي ځواکونه هم په دغو شخړو کې په لاس لرلو تورن دي.