د لیبیا له زندانه ۱۲۰۰ بندیان تښتېدلي

اټکل دی د لیبیا په ختیځ ښار بنغازي کې د یونه زندان په ماتولو سره ۱۲۰۰ زندانیان تښتېدلي دي.

دا پېښه د شنبې په سهار رامنځ ته شوې. ګمان کیږي په تښتېدلو بندیانو کې د لیبیا د پخواني مشر معمر القذافي یو شمېر پلویان هم و.

دوی د هېواد په کورنۍ جګړې کې پر امنیتي مرکزونو د بریدونو په تور بندیان ول.

یوه امنیتي چارواکي بي بي سي ته ویلي چې ځینې بندیان بېرته نیول شوي، خو د بېرته نیول شویو شمېر یې یاد نه کړ.