د پاکستان په (کې۲) کې د نيوزيلندي غره ختونکو د مړينې وېره

پاکستان کې غره ختونکي وايي، د نړۍ په دوهم هسک غره (کې۲) کې د واورو ښويېدو وروسته وېره ده چې دوه نيوزيلنډيان مړه شوي وي.

غره ختونکو خپله اډه کې ويلي مارټي شميت او د ده زوی ډانيل له لوري وروستی ځل تېره جمعه څه اورېدل شوي وو.

دوی وايي نورو ډلو ځکه شا اړولې چې د واورو حالت خورا خطرناک و.

د دغو مړينو پخلی که وشي، نو د دې معنا به ولري چې د پاکستان پر غرونو څه د پاسه شل تنه غره ختونکي وژل شوي، چې د څو کلونو موده کې تر ټولو مرګونی موسم جوړوي.

په تېر جون کې لس تنه غره ختونکي او يو ځايي بار وړونکی په نانګا پرابات کې د وسله والو له لوري ووژل شول.