ولسمشر اوباما د منځني ختيځ سولې خبرو بيا پيل هرکلی کړی

د امريکا ولسمشر باراک اوباما د فلسطينيانو او اسرائيليانو ترمنځ د خبرو بيا پيل هرکلی کړی دی.

ښاغلي اوباما وويل تر مخ به سخت کار پاتې وي، خو دواړه غاړې يې نېک نيت ته وهڅولې.

په تېرو دريو کلونو کې د اسرائيليانو او فلسطينيانو ترمنځ لومړۍ غونډه به د امريکا بهرنيو چارو وزير جان کېري په کوربنۍ ماښامنۍ وي.

د خبرو بيا پيل د ښاغلي کېري مياشتو پرله پسې ديپلوماسۍ وروسته کېږي، خو دواړه خواوې هماغو مسئلو سره مخامخ دي چې د سولې تېر وخت خبرې يې زيانمنې کړې وې.

امريکا پخوانی ډيپلومات مارتن اېنډيک د منځني ختيځ خبرو لپاره خپل استازی نومولی، چې ويلي يې دي يوې سختې دندې سره مخامخ دي.