قاهره: خپلمنځي نښته کې ۱۶ کسه وژل شوي

د مصر پلازمېنې قاهرې کې د سیالو سوداګرو تر منځ نښته کې لږ تر لږه ۱۶ کسان وژل شوي دي.

د عیني شاهدانو په وینا شخړه هغه مهال رامنځ ته شوه، چې د سینګار توکو پلورونکي دوکاندار د خپل دکان مخې ته د اورلوبو توکي پلورونکي سره لفظي شخړه وکړه.

کله چې اورتوکي پلورونکو د هغه دکان له مخې نه لرې کېدو څخه انکار وکړ، نو دوکاندار پرې د ټوپک ډزې وکړې او دوه کسان یې ووژل.

اور توکي پلورونکو په ځواب کې اورتوکي دوکان ته ورغوځول، چې له کبله یې دوکان اور واخیست. اطفایې کارکوونکو په وینا ډېر مرګونه دننه د ساه بندیدو له کبله شوي.