نايجريا کې يو لړ چاودنو ۱۰ کسه وژلي دي

د نایجریا د شمالي ښار کانو هغه سیمه کې یو لړ چاودنې شوې، چې ډېری عیسویان په کې مېشت دي.

رپوټونو کې ویل شوي، چې د چاودنو پایله کې لږ تر لږه لس کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

عیني ښاهدان وايي بمونه سابون ګاري سیمه کې د لوبو هغو څالو ته نژدې د ګڼې ګوڼې په ځایونو کې ځای پر ځای شوی وو، چې مشتریانو په کې ټیبل ټېنیس او نورې لوبې کولې.

دغه سیمه له دې مخکې هم د سخت دریځي اسلامي ډلې بوکو حرام د بریدونو ښکار شوې ده. مارچ میاشت کې دلته د بسونو پر یوه تم ځای برید وشو، چې په کې ۲۰ کسان وژل شوي وو.