ننګرهار کې د ناټو هوايي بريد ۴ پوليس وژلي

په ختیځ ولایت ننګرهار کې د ناټو په هوايي برید کې لږ تر لږه څلور پولیس وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

د ننګرهار و الي ویاند احمد ضیاء عبدالزی وايی پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې تېره شپه، وسله والو طالبانو د تورخم جلال اباد دلوې لارې په اوږدو کې د بټي کوټ په سيمه کې پر يوه پوسته بريد وکړ.

د نوموړي په وینا پوليسو هوايي مرسته وغوښتنه خو د ناسمو معلوماتو له مخې هوايي ځواک د پولیسو پر پوسته برید وکړ. د ننګرهارد والي وياند وايي وسله والو طالبانو ته هم زيان رسيدلى دى خو دوی يې په اړه دقيق معلومات نه لري.