سعودي شهزاده په برتانيا کې محاکمه بایللې

په سعودي کې د واکمنې کورنۍ یوه مخکښ غړي د برتانیې په محکمه کې قضیه بایللې ده.

شهزاده ولید بن طلال چې د نړۍ له سترو بډایو کسانو یو دی، باید اردنۍ سوداګرې دعد شراب ته لس ملیونه ډالر ورکړي. دغې سوداګرې ادعا کړې چې ولید له خوا د لیبیا پر پخواني ولسمشر ډګروال قذافي د یوې الوتکې د پلورلو په معامله کې یې کمېشن نه دی تر لاسه کړی.

شهزاده طلال چې د پاچا عبد الله وراره دی ویلي د محکمې د دې حکم په وړاندې به د استیناف غوښتنه وکړي.