سنوډن ته د روسیې پناه امریکا نهیلې کړې ده

امریکا وايي، د روسیې له هغې پرېکړې نهیلې شوې، چې له مخې یې د امریکا د استخبارتو تښتېدلي کارکوونکي اډوارډ سنوډن ته د لنډ وخت لپاره پنا ورکوي.

سپينه ماڼۍ وايي، په سیپټمبر کې به د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په غونډه د ګډون کولو او یا نه کولو په اړه فکر وکړي.

امریکا پر ښاغلي سنوډن تور پورې کړی، چې د امریکا جاسوسي مالومات یې افشا کړې دي.

ښاغلي سنوډن له روسیې نه مننه کړې او امریکا یې نړیوالو قوانینو ته په بې احترامۍ تورنه کړې ده.