د افغانستان لوېديځ کې ۲۵ ټانکر سوځول شوي

د افغانستان لوېدېځ کې ځايي چارواکي وايي، وسله والو طالبانو د کندهار هرات لویې لارې په اوږدو کې د تیلو ۲۵ ټانکرونه سوځولي.

دغه پېښه پرون ماښام د نیمروز ولایت د خاشرود ولسوالۍ مرکز په ۱۵ کیلومترۍ کې رامنځ ته شوه.

د دې ولسوالۍ د ترافیکو مدیر میر سعید بي بي سي ته وویل، وسله والو پنځه چلوونکي هم له ځانه سره بېولي دي.