د پروېز مشرف محاکمه د اګست ۲۰ ته وځنډېده

د پاکستان پخوانی پوځي مشر جنرال پرويز مشرف ونه توانید په راولپنډۍ کې هغې محکمې ته پر وخت حاضر شي چې ښایي هلته د دغه هیواد دپخوانۍ لومړۍ وزیرې بې نظیر بوټو په وژنه تورن شي.

د ښاغلي مشرف یوه وکیل الیاس صدیقي بی بی سی ته ویلي سیمه يیزو چارواکو د دوی د موکل د خوندیتوب لپاره کافي شواهد نه درلودل او دا چې د ښاغلي مشرف خوندیتوب ډاډمن نه وو.

اسلام آباد او راولپنډۍ دواړه د استخباراتي معلوماتو له مخې د ترهګریزو فعالیتونو له کبله په لوړه کچه بیړني حالت کې دي.

د ښاغلي مشرف محاکمه د اګست شلمې نیټې ته ځنډول شوې ده.