ارجنټاين کې د ګازو چاودنې ۱۲ کسه وژلي دي

په ارجنټاین کې چارواکي وايي، لږ تر لږه دولس کسان هغه مهال د ګازو په یوه ستره چاودنه کې ووژل شول، چې په لویدیځ ښار روساریو کې یې یوه ودانې تخریب کړه.

په پيښه کې لس ګونه کسان ټپيان شوي او د ۱۹ کسانو د تري تم کېدو رپوټ هم ورکول شوی دی.

چارواکي وايي، دغه چاودنه په ګرم کونکي سیستم کې د ګازو د نل لیکې دسورې کیدو له امله رامنځ ته شوې ده.