د کراچۍ فوټبال میدان چاودنې ۱۱ کسان وژلي

د پاکستان په لوی ښار کراچۍ کې چارواکي وايي، د فوټبال په میدان کې بمې چاودنې لږ تر لږه یولس کسان وژلې دي.

دغه بم، چې پر موټر سایکل تړل شوی و، د لوبې له پای ته رسید لږ وروسته په لیاري سیمه وچاودید. په چاودنه کې له شلو ډیر ټپیان شوې هم دي.

په وژل شویو او ټپیانو کې تر ډیر هغه هلکان دي، چې د لوبې ننداره یې کوله.

پولیس ویلي، ګمان کوي، چې د دغه برید هدف ایالتي وزیر و خو هغه له برید روغ وتلی. تر اوسه کومې ډلې د دغه برید پړه نه ده منلې.

امیر عالي د دغې پيښې یوه عیني شاهد د سترګو لیدلی حال داسې وايي:

''دلته د فوټبال لوبه وه. کله، چې سیالي پای ته ورسېده، موږ د باندې راوان وو. څنګه چې د باندې را ووتو، چاودنه وشوه. ټولو په وېره هرې خواته منډې وهلې. ډېر خلک وژل شوې او ټپیان شوي دي''.