د ايران سياسي بنديانو له ولسمشر اوباما د بنديزونو پای ته رسولو غوښتنه کړې

په ايران کې څه د پاسه ۵۰ سياسي بنديانو د امريکا له ولسمشر باراک اوباما غوښتنه کړې چې د تهران پر وړاندې بنديزونه، او هم د هغه څه نه په ګټې د امريکا او ايران شخړه پای ته ورسوي چې دوی وروستی فرصت بللی دی.

په يو ليک کې چې نن (جمعه) د بريتانيا په ګارډين ورځپاڼه کې خپور شوی، دغې ډلې ويلي د ايران نوی ولسمشر حسن روحاني د اتومي مسئلې پر سر خبرو پخواني ريکارډ سره پر خبرو اترو پياوړی باور لري.

د هغوی ترمنځ چې پر ليک يې لاسليک کړی يوه ښځينه فعاله او د پخواني ولسمشر هاشمی رفسنجاني لور فايزه هاشمي، او بل اصلاح غوښتونکی سياستوال محسن امین زاده هم شامل دي.