امريکا د لاهور خپلې کونسلګرۍ ډېرو ډيپلوماتانو ته د وتلو امر کړی

امريکا خپلو ډېری ډيپلوماټانو ته امر کړی چې د پاکستان لاهور کونسلګرۍ يې ووځي.

يو امريکايي چارواکي ويلی د نا اړينو کارکوونکيو وتلو امر ځکه شوی چې په دغه ښار کې د امريکا کونسلګرۍ ته د باور وړ ګواښ دی.

امريکايانو ته خبرداری ورکړی شوی، که اړينه نه وي پاکستان ته دې سفر نه کوي.

امريکايي چارواکي وايي دغه تازه ګام په منځني ختيځ او شمالي افريقا کې د څو امريکاييو سفارتونو بندولو سره نه دی تړلی.

په اسلام اباد کې د بي بي سي يو خبريال وايي پاکستاني چارواکي پلازمېنه د تيارسۍ لوړ حالت کې نيولې، په تېره بيا هغه سيمې چې د حکومت مهمې ادارې په کې دي.